ډېری امریکایي سناتورانو له خپل حکومت څخه په افغانستان کې د پاتې شل زرو افغان کومانډویانو د لېږد غوښتنه کړې ده. فاکس نیوز راپور ورکړی دی چې ډيری امریکایي سناتوران د جوبایډن له ادارې څخه غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې د پاتې شاوخوا شل زرو هغو افغان کومانډویانو ژوند وژغوري چې هره ورځ یې د وژل کېدو او ورکېدو ګواښ موجود دی. راپور کاږي چې له افغانستانه د امریکايي پوځيانو له وتلو څلور میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه هغه ۲۰ زره افغان کومانډویان چې افغانستان کې یې له امریکا سره همکاري کوله، پاتې دي. راپور کې وړاندې راغلي، سره له دې چې د بایډن دولت ادعا کړې، چې ۱۲۰ زره افغانان یې ایستلي دي، خو د ورځپانې په خبره ډېری ایستل شوي کسان ژباړونکي او د هغوی کورنۍ نه وې.
































