د پکتیکا ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې په یوه کور کې ګازي بخارۍ د څلورو کسانو ژوند اخیستی دی. راپورونه وایي چې دا پېښه تېره شپه د پکتیکا ولایت د یحیخیلو ولسوالۍ په غیبيخیلو سیمه کې رامنځته شوې ده. د سیمې اوسېدونکو ویلي چې په یاده پېښه کې یو د کور غړی او درې مېلمانه مړه شوي دي. دوی وایي، کوربه چې په دې پېښه کې یې ژوند بایللی دی نوی له مسافرۍ راستون شوی و او ورسره مړه شوي کسان یې دوستان وو چې د مسافر پوښتنې ته راغلي وو. د یادونې ده چې په هېواد کې هر ژمی د ګازي بخارۍ له امله ورته پېښې رامنځته کېږي خو له دې سره سره خلک لا هم له ګازي بخاریو څخه د کار اخیستنې پر مهال بې پروایي کوي.
































