په روسیه کې له کرونا سره د مبارزې کمېټه وایي، په دغه هېواد د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي. د یادې کمېټې د معلوماتو له مخې په دې هېواد کې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۲۳۱ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي دي. په همدې موده کې بیا ۸۸ کسان له دې ناروغۍ څخه مړه شوي هم دي. په دې سره په روسیه کې پر کرونا د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۷۷۱۶۰ تنو او له دې ناروغۍ څخه د مړو شویو کسانو شمېر ۱۶۲۵ ته رسېدلی دی.
































