د ولسي جرګې غړي په هېواد کې روان امنیتي وضعیت او د ولسي پاڅونوالو په نوم د خپلسرو وسله والو تازه خوځښتونو اندېښمن کړي دي. وکیلان وايي، د جګړو او ناامنیو لمن ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده، چې له کبله یې ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي او زرګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې دي. دوی دغه راز وايي، چې په ځینو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅونوالو په نوم پر زرګونو کسانو وسلې وېشل شوي، خو که دغه خپلسري وسله وال د امنیتي ادارو تر کنټرول او مدیریت لاندې را نه شي، په خپله به حکومت او خلکو ته پر لوی سرخوږي بدل شي. د دې جرګې غړی نصیر فراهي زیاتوي، چې افغانان په تېرو څو لسیزو جګړو کې له خپلسرو وسله والو او ملېشو ښه خاطره نه لري او که اوسنۍ وضعیت مدیریت نه شي، لرې نه ده چې تېره ترخې تجربې به بیا تکرار شي. نوموړی زیاتوي: «که پاڅونوال راولاړیږي، هغه باید د اردو او یا د نظام په چوکاټ کې وي، نه داسې چې د تېر په څېر ملېشه سازي وشي او په راتلونکي کې بیا دا زموږ حکومتونو او نظام ته سرخوږی وي».
د دې جرګې غړې بلقیس روشن بیا حکومتي چارواکي تورنوي چې له کوم مشخص پلان پرته پر خلکو وسلو وېشي، خو نوموړې خبرداری ورکوي، چې د دغو خپلسرو ملېشو جوړولو د هر ډول پایلو مسوول به حکومتي چارواکي وي. هغه وايي: «وګورئ نن هغه کسان چې په حکومت او امنیتي بنسټونو کې دي، اعلان کوي چې موږ خلک مسلح کوو، دا خلک چې مسلح کوی، سبا یې څه ډول کنټرولوئ، دا هماغه پخوانۍ ملېشې دي، ازمویل شوي بیا ازمویل تېروتنه ده».
وکیلان وروستیو نا امنیو او د طالبانو د بریدونو ډېرېدو ته په اشارې وايي چې دغه ډله دې د جګړې او زور پر ځای د سولې پر خبرو تمرکز ډېر کړي او له روانې افغان وژنې دې لاس واخلي. دوی پر امریکا او حکومت هم نیوکه کوي، چې د پټې معاملې له مخې یې له جګړې او مقاومت پرته پراخې سیمې طالبانو ته پرېښې دي.
خو د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې امنیتي ځواکونه د کومې معاملې له مخې نه، بلکې د جګړو د شدت کبله له ځينو سیمو په لنډمهاله توګه په شا شوي، خو ډېر ژر به دغه سیمې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي. عبدالله زیاتوي چې د روان کړکېچ د پای ته رسېدو یوازینۍ لاره د سوې خبرې دي، خو که طالبان د زور له لارې خپلو موخو ته رسېدل غواړي، لویه تېروتنه کوي. هغه وايي: «که د جګړو شدت یا د سولې خبرو ټکني کېدل د یوې ناسمې محاسبې له مخې وي او یو اړخ ګومان وکړي چې د جګړې له لارې به پر افغانستان حاکم شي، دا یوه تېروتنه ده او د هر ډول پایلو مسوول به هم دوی وي».
په هېواد کې د روانو نا امنیو په تړاو دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو په ډېریو ولایتونو کې جګړو ته زور ورکړی او پراخې سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.












