ایراني او افغان لوري د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو خبرې شوې دي. متقي وایي چې افغانستان په سیمه کې د اتصال او له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو د لرلو په لټه کې دی او غواړي له ایران سره هم پراخې اقتصادي اړیکې ولري.
په دې لیدنه کې د کانونو په برخه کې د همکارۍ، مرزي بازارونو، ترانزیت او چابهار بندر په اړه هم خبرې شوې دي. متقي وايي چې ایران کولی شي د افغانستان له خاورې له تاجکستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره وصل شي او افغان لوری دا زمینه ورته برابروي. ایراني لوري هم ویلي چې د اړیکو د پراختیا او همکاریو لپاره هڅې روانې دي.
































