قزاقستان کې د پراخو لاریونونو په ترڅ کې رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې قزاقستاني پولیسو د دغو لاریونونو پر مهال ۱۶۴ معترضین وژلي او ۷۹۳۹ نور یې ژوندي نیولي دي. په قزاقستان کې تېره اوونۍ د تېلو د بیو د لوړېدو پر ضد لاریونونه پیل شول، چې یاد لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل او په پایله کې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې دې چارې بیا معترضین غوسه کړل او د دولتي بنسټونو او موټرو پر سوځولو یې لاس پورې کړ. د قزاقستان ولسمشر لاریونوال ترهګر وبلل او خپلو ځواکونو ته یې امر وکړ چې له اجازې پرته ورباندې ډزې وکړي، په نتیجه کې دا چاره د دې سبب شوه چې قزاقستان کې وضعیت ترینګلی شو او د دغه هېواد ولسمشر د وضعیت ارامولو لپاره له روسیې د پوځي مداخلې غوښتنه وکړه.












