د سي ان ایس نیوز په نامه یوه امریکايي رسنۍ لیکي چې بايډن په لوی لاس په دې لټه کې دی چې افغانستان له نړیوالو هېر کړي او په دې توګه خپل ستر جنایت پټ کړي. ددغه مطلب لیکواله، آرېل ټورکو وایي دمګړی په افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته شوی دی، خلک له لوږې مري، خپل اولادونه پلوري او زرګونه افغانان په دې لټه کې دي چې له خپل هېواد ووځي، خو ددې ټولو په منځ کې بايډن ځان بریالی بولي. نوموړې وايي نړۍ دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په اړه د بايډن بې پروایي او ترسره کړی جنایت له خلکو هېر شي. سرچینه وایي بایډن باید د افغانستان په تړاو له ګریوان ونیول شي او پلټنې ترې وشي. تر دې وړاندې نورو رسنیو هم د افغانستان په اړه په ټوله کې د امریکا تګلاره غندلې وه او دغه هېواد یې د افغانانو پر وړاندې د ستر بشري جنایت په ترسره کولو تورن کړی دی.
































