هریرود سیند ته د غورځول شویو افغانانو ۱۲ نور جسدونه موندل شوي. هرات کې چارواکو ويلي، ټولټال ۵۰ افغانان هریرود سیند ته غورځول شوي وو او تر اوسه د ۱۷ تنو جسدونه موندل شوي دي. په همدې حال کې افغان حکومت وايي چې د ايراني پولیسو لخوا سيند ته د يو شمېر افغانانو غورځولو مسله په جدي توګه څېړي او د څېړنو پايلو ته په تمه دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وايي، چې تر اوسه افغان او ايراني ګډ پلاوي څېړنې نه دي پيل کړي. بلخي وايي په کوم ځای کې چې دا پېښه شوې، امنيتي خلا پکې ده او د افغان سرحدي ځواکونو په کنټرول کې نه ده.
































