په افغانستان کې میلیونونه ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپار نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې یا سېف د چېلډرن په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان دمګړی په سخت وضعیت کې دی او دې ناوړه اقتصادي وضعیت د ماشومانو پر ژوند مستقیم ناوړه اغېز کړی دی.
سرچینه کاږي چې همدا اوس شاوخوا ۱۳،۱ افغان ماشومان د ژوندي پاتې کېدلو لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. یادې ادارې د افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره د شاوخوا ۴ میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
سېف د چېلډرن دغه راز وايي چې په افغانستان کې به په ۲۰۲۲ کال کې تر ۲۲ میلیونه ډېر وګړي بېړنیو بشري او خوراکي مرستو ته اړتیا ولري.
































