د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو تایید کړې ده چې د دغه ولایت د بټيکوټ ولسوالۍ د امنیت آمر په یوه پېښه کې وژل شوی دی. د دوی په وینا عابد بشیر په دغې ولسوالۍ کې د یوې شخړې د حل په موخه سیمې ته تللی و چې د شخړې د یو لوري په ډزو وژل شوی دی. دوی وایي چې په دې پېښه کې د عابد بشیر یو ساتونکی ټپي شوی هم دی. چارواکو ویلي چې د پېښې لامل مالوم نه دی خو دوی یې د پلټنې لپاره یو پلاوی سیمې ته استولی دی او وروسته به یې په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړي.












