مقاومت جبهې ویلي چې دوی په افغانستان کې د جګړو او مقاومت په لټه کې نه دي. په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست عبدالقیوم سلیماني په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د متقي او مقاومت جبهې د غړو ترمنځ مذاکراتو شاوخوا پنځه ساعته دوام کړی دی.
د نوموړي په خبره په دې لیدنه کې پر مهمو مسایلو خبرې شوې دي او زیاتوي چې مذاکرات په ښه فضا کې ترسره شوي دي. دده په خبره مقاومت جبهې ویلي چې دوی په افغانستان کې د جګړې او مقاومت په لټه کې نه دي او په دې هڅه کې دي چې وکړی شي دلته دایمي ثبات او ټول شموله حکومت رامنځ ته شي.
تر دې وړاندې د مقاومت جبهې غړو هم دغه لیدنه تایید کړې وه، خو په اړه یې لا ډېر جزیات نه وو ورکړي.
































