په دې سخت وضعیت کې افغانستان یوازې پرېښوودل اخلاقي تېروتنه ده. د روغتیا نړیوالې ادارې پخواني استازي او د برېټانیا پخواني لومړي وزیر ګورډېن براون ګارډین ته په یوه لیکلې مقاله کې ویلي، نړیوال دې اجازه نه ورکوي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال په لومړیو اونیو کې د زرګونه ماشومانو ژوند په افغانستان کې له خطر سره مخ شي.
هغه وایي نړیوالې مرستندویه ادارې باید له افغانستان سره په دې سختو شرایطو کې مرسته وکړي، نړیوال دې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره هڅه وکړي او همدا راز دې ددغه هېواد لپاره د مرستو راټولولو په موخه بېړنی کنفرانس جوړ شي.
براون په دې باور دی چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې درامنځ ته شوي بشري ناورین په مخنیوي کې هڅه وکړي او که دا کار په موکه ترسره نه شي نو د راتلونکي ناورین مسوولین به د نړیوالې ټولنې او شتمنو هېوادونو مشران وي.
































