د درنو واورو او توپان له امله د سالنګ لویه لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولین وایي چې له تېرې شپې راهیسې په دغه سیمه کې ورښتونه ډېر شوي له همدې امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
سرچینه وایي چې د لارې له خلاصېدو او ورښت له درېدو سره سم به خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو مواصلاتي لارو ګڼل کېږي چې د ژمي په موسم کې ډېر وخت د سختو ورښتونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل کېږي.
































