په بادغیس کې یوې زلزلې ۲۲ کسان وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي. د بادغیس ولایت ځايي چارواکي وایي چې دغه زلزله تېره ورځ د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې شوې ده چې له امله یې د ګڼو کورونو چتونه نړېدلي دي او شاوخوا ۲۲ کسان یې وژلي.
همدا راز په پېښه کې څلور کسه نور ټپیان هم دي. سیمه ییزې سرچینې وایي چې ښایي د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم لوړه شي. د سیمې اوسېدونکي بیا وایي چې زلزلې یې کورونه ویجاړ کړي او د ژمي په دې سختو ورځو کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.












