له افغانانو سره د مرستو د دوام د افغانستان او سیمې په ګټه دي. رایز ټو پېس نشریې په یوه مقاله کې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت ته کتنه کړې ده. سرچینه کاږي افغانستان د نړیوالو پراخو اقتصادي او بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او د مرستو دا دوام د سیمې او نړۍ په ګټه دی.
په لیکنه کې راځي چې د افغانستان خلک د ښه ژوند لپاره بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او که داسې نه کېږي نو دوی اړ دي چې کډوالۍ ته مخه کړي، د نشه يي توکو کرکېله پيل کړي او په دې توګه نو ټولې سیمې ته خطرونه جوړېدلی شي.
نشریه دغه راز وایي چې کمزوری اقتصاد د نا امنیو له پراختیا سره هم مرسته کولی شي، نو له همدې امله نړیوالو ته په کار ده چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
































