په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي سرپرست د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس جوړیدو غوښتنه کړې. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي د دفتر سرپرست نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي، چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي. فایق ویلي چې دا غوښتنه یې د امنیت شورا په غونډه کې کړې. فایق وايي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه یې غوښتي چې د تېر نظام د یو شمېر چارواکو غیر قانوني شتمني او پیسې، بانکي حسابونه ضبط او کنګل کړي، ځکه دا پیسې د افغانستان خلکو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو پیسې وې. که څه هم نوموړي په دې اړې وضاحت ور نه کړ چې د چا او کومو کسانو بانکي حسابونه باید بند کړای شي. په دې وروستو کې ځینو افغان دپلوماتانو ویلي دي چې د امریکا حکومت په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت د یو شمېر دپلوماتانانو بانکي حسابونه ځنډولي دي.
































