د چټکو مرستو د نشتون په صورت د ماشومانو د مړینو د زیاتوالي له خبرداري وروسته، اوس د بریټانیا دولت اعلان کړی چې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتوي. د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرې، لیز تراس ویلي چې په افغانستان کې ځینې خلک د خپل بدن غړي پلوري چې دا د ډيرې اندېښنې وړ خبره ده. په افغانستان کې د یو میلیون ماشومانو د احتمالي مړینې رپوټ له خپرېدو وروسته، د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له دغه هېواد سره د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره، په خپلو مرستو کې ۱۰۰ میلیونه پونډه زیاتوي. تر مخکې د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي مخکینی مرستیال اعلان کړی و چې له افغانستان سره د چټکو مرستو د نه ترسره کېدو په صورت کې به، په دغه هېواد کې تر مارچ میاشتې پورې درې میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ مخ شي.
































