د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې په کرونا شپږ اخته شوي کسان له نورو زندانیانو بېل شوي او اړین تدابیر ورته نیول شوي دي. سرچینه همدا راز وایي چې که په نورو زندانیانو کې د کرونا ویروس نښې نښانې ولیدل شي نو هغه هم تجرېدېږي او نمونې به یې ازمویل کېږي. بل پلو په زندان کې شته زندانیان بیا وایي چې نږدې په هره کوټه کې یو یا دوه کسه د کرونا ویروس نښې نښانې لري او تر دې دمه له نورو زندانیانو بېل شوي نه دي. افغان حکومت د کرونا ویروس له پراختیا سره هممهاله ګڼ زندانیان خوشي کړي دي او موخه یې هم په زندانونو کې د کرونا د خپرېدو مخنیوی ښودل شوی و.
































