د نوي حکومت په راتلو سره د ډالر ارزښت د افغانۍ په مقابل کې پورته شو چې ورسره د خوراکي، سون او نورو توکو بیې په بېسارې توګه لوړې شوې چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړل. کابل ښاریان وایي، سره له دې چې ډالر د افغانۍ په مقابل کې خپل ارزښت راټیټ کړی، خو بیې په همغه حال دي. د کابل ښار اوسېدونکي وایي، څو ورځې وړاندې به مو چې د بیو د لوړوالي وویل، دوکاندارانو به ویل چې ډالر لوړ شوی دی خو اوس چې ډالر هم راټيټ شو خو بیې په همغه حالت کې دي. د هېواد اوسېدونکي وايي، اسلامي امارت دې د بیو په کنټرول کې مداخله وکړي، خلک باید متوجه کړي چې مستهلکین په لوړه بیه د توکو د اخیستو توان نه لري او نرخونه باید بیرته خپل پخواني حالت ته وګرځوي.


































