نیویارک ټایمز نشریې په کابل کې له روغتیایي مرکزونو لیدنه کړې او ددې مرکزونو له مرستندویانو سره یې خبرې کړې دي. ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې روغتیايي مرکزونه د سقوط له خطر سره مخ دي، ځکه نه درملو ته لاسرسی لري او نه هم مالي امکانات ورسره پاتې دي. د روغتیايي مرکزونو مسوولینو رسنۍ ته ویلي چې ناروغان ډېر دي، خو د دوی امکانات په نشت شمار دي او ورځ تر بلې مخ پر ځوړ دي. د بې پولې ډاکټرانو بنسټ هم دغه ورځپاڼې ته ویلي چې د روغتیایي مرکزونو وضعیت د اندېښنې وړ دی. د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال بنسټ ویلي چې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده او په وروستیو کې له دې امله د مړینې شمېره هم لوړه شوې. دوی پر مرستندویه بنسټونو غږ کوي چې د افغانانو لاسنیوی وکړي او لوږې له امله د زرګونه کسانو د مړینې مخه ونیسي.
































