هند ته د افغانستان د صادراتو په کچه کې ډېروالی راغلی دی. د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وایي تېر کال افغانستان هند ته ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لرل چې سږ کال تر دې دمه دا کچه ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
یاده اداره وایي چې افغانستان د ځمکې او هوایي دهلیزونو له لارې له هند سره سوداګري کوي او افغان لوری ددې غوښتونکی دی چې دا سوداګري نوره هم وغوړېږي. هند په سیمه کې د افغانستان ښه سوداګریز شریک ګڼل کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلو توکو سوداګري روانه ده.
افغانستان تر ډېره وچه مېوه، تازه مېوه، طبي بوټي، قالینې او نور توکي هند ته صادروي.
































