عمران خان وايي په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات فرصت رامنځ ته شوی دی. عمران خان د چین له مرکزي تلویزیون سره په یوه مرکه کې د افغانستان په تړاو ځينو پوښتنو ته ځواب ویلی دی. نوموړي ویلي چې په افغانستان کې له اوږدو جګړو وروسته د دایمي سولې او ثبات زمینه برابره شوې ده او تمه لري چې دلته دایمي امنیت ټینګ شي. هغه زیاته کړې چې د فرصت لپاره زمینه برابره شوې خو ناوړه بشري وضعیت د افغانستان لپاره خطرناک دی. هغه تمه ښوودلې چې نړیوال په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره هڅې وکړي. عمران خان تر دې وړاندې د چین له ولسمشر سره کتلي وو او له هغه سره یې هم د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې وې.
































