یو امریکایي جنرال وایي چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره باید له نوي افغان حکومت سره همکاري وشي. په منځني ختیځ او منځنۍ اسیا کې د امریکايي ځواکونو د څارنې لپاره د ولسمشر جو بایډن نومول شوي استازي جنرال ایریک کوریلا ویلي چې افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې مبارزې ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړې چې په دې برخه کې باید د افغانستان له نوي حکومت سره په عملي توګه همکاري وشي.
امریکایي چارواکو تر دې وړاندې هم په دې اړه د همکارۍ خبره کړې وه، خو افغان حکومت وایي دوی د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د هېچا همکارۍ ته اړتیا نه لري او بهرنیانو ته اجازه نه ورکوي چې په بېلو پلمو په افغانستان کې مداخله وکړي.
































