پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغانستان سره د چین بشردوستانه مرستو هرکلی کړی دی. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې چین د افغانستان دوست گاونډی هېواد دی او هیله يې ښودلې چې په راتلونکي کې هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته چین له افغانستان بشري مرستې زیاتې کړې دي. دغه هېواد وايي، په ۷۳۰ ټنو غنمو بار یو اورګاډي د افغانستان پر لور حرکت کړی دی. کابل کې د چین سفیر ویلي، چې دغه غنم به د نوي میلادي کال په مناسبت له افغانانو سره د مرستې په موخه افغانستان ته لیږدول کیږي.
































