امریکا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه خپله پرېکړه اعلان کړې ده. د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازادېږي خو، ټوله به افغانستان ته نه سپارل کېږي.
د پرېکړې له مخې د افغانستان له شاوخوا ۷ میلیاردو ډالرو کنګل شوې شتمنۍ نیمایي یې افغانستان ته او نیمایي نوره یې چې ۳،۵ میلیارده ډالر کېږي د سپټمبر د یوولسمې د پېښې قربانیانو ته ورکول کېږي.
بايډن دغه اجرایوي فرمان تېره ورځ لاسلیک کړی دی او له مخې یې د افغانستان ته خلکو شتمني پر امریکايي وګړو وېشل کېږي. افغانستان ټولټال شاوخوا ۹ میلیارده کنګل شوې شتمني په نړیوالو بانکونو کې لرله، چې له دې ډلې اووه میلیارده ډالر یې په امریکا کې وه.
دوه میلیارده ډالره نوره شتمني د متحده عربي اماراتو او برېټانیا په بانکونو کې ده چې ښایي دوی هم له امریکا په تقلید په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
































