چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د بېجينګ د اولمپيک له ژمنيو لوبو څخه د چين علمي او تخنيکي ځواک ښکاري

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 12, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
د بېجينګ د اولمپيک له ژمنيو لوبو څخه د چين علمي او تخنيکي ځواک ښکاري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د هسپانيا د نړيوال نظم په نوم ويبپاڼې د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د بېجينګ د اولمپيک علمي او تخنيکي ژمنیو لوبو تر سرليک لاندې د يوې مقالې په خپرولو سره ويلي، چې چين اوس هغه هېواد ګرځېدلی دی، کوم کې چې د ډېرو نړيوالومخکښو علمي او تخنيکي شرکتونو څانګې شتون لري. د بېجينګ ځايي حکومت د اولمپيک د ژمنيو لوبو له لارې د دې ښار تخنيکي غوره والی نړیوالو ته ښودلی دی. همدارنګه يادونه يې کړې، چې چين د بې چلوونکي موټرو څخه  تر ډيجيټلي چينې پيسو (RMB (پورې او په همدې ډول په نورو ډېرو برخو کې لاسته راوړنې لري.

د دې مقالې په بله برخه کې راغلي، چې چين نړيوالو ته د خپلې اغېزې د ښودلو لپاره اعلان کړی، چې د يادو لوبو لوبغاړو او کتوونکو ته د ډيجيټلي چينې پيسو په شمول پولي خدمتونه برابر کړي. دا د ډېرو بهرنيانو لپاره لومړی ځل دی، چې ډيجيټلي چيني پيسې کاروي. د روانې دورې د اولمپيک ژمنۍ لوبې د ډيجيټلي چينې پيسو د نړيوال کېدو يوه ازموینه هم ده.

په دې مقاله کې داسې هم ليکل شوي، چې چين نه يوازې د اولمپيک د ژمنيو لوبو له لارې نړيوالو ته ښيي ،چې دغه هېواد نه يوازې د پرمختللو تخنيک لرونکو هېوادونو په ډله کې ځای لري، بلکې د دوامداره پرمختګ او له اقلیمي بدلونونو سره د مقابلې په برخه کې يې ډېرې ښې پايلې تر لاسه کړې دي. د بېلګې په توګه د چین حکومت د جانګ جيا کوو په سيمه کې چې د يادو لوبو د سياليو د مرکزپه توګه ټاکل شوې وه، د بادي برېښنا د توليد سټېشنونه جوړکړي دي او همدارنګه د یان چينګ او جانګ جيا کوو په سيمو کې يې د تګ راتګ اسانتياوو د برابرولو لپاره څه باندې ۷۰۰ هغه بسونو څخه ګټه اخیستل کیږي، کوم چې د تيلو پرځای د هايډروجني انرژۍ په مرسته حرکت کوي.

دغې مقالې داهم په ډاګه کړې، چې چين يو داسې هېواد ګرځېدلی دی، چې پر ځان پوره باور لري او له تخنيکي لارو چارو د خپلو اداري موډلونو د خپرولو لپاره هڅه کوي.

د ارجنتاين د بیونس آیرس د اقتصادي خبرونو ويبپاڼې د فبرورۍ په اوومه نېټه خبر ورکړی، چې د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو په پرانيستلو سره د مصنوعي ځيرکتيا لرونکو ماشينونو سيالي هم پيل شوې ده. د اولمپيک د ژمنيو لوبو د کلي په رسټورانټ کې له عصري تخنيکونو او روباټونو څخه هم ګټه اخیستل کيږي. روباټونه نه يوازې چې د لوبغاړو پاملرنه د ماسک اچولو ته اړوي، بلکې هغوی ته قهوه او خواړه هم برابروي.

دا د پاملرنې وړ ده، چې د بېجينګ د ووکه سونګ په سپورټي مرکز کې څو روباټونه په ځمکه باندې د ضد عفونی درمل پاشي او هر روباټ په يوه دقيقه کې د ۳۶ مترمربع پراخوالي په اندازه ځمکه د ضدعفونی درملو د پاشلو دنده تر سره کولی شي، چې ځينې روباټونه بيا خلکو ته د ماسک اچولو لارښوونه هم کوي.

د خبر له مخې د اولمپيک د ژمنيو لوبو په لوبغالو يا سټيډيمونو کې د قهوې جوړوونکي روباټونه  ځای پر ځای شوي، چې په ډېر لوړ مهارت سره قهوه جوړوي. سربېره پردې په ياد سپورټي مرکز کې د خوراکي توکو په شمول د اړتيا وړ مواد د روباټونو په وسيله لېږدول کيږي. د اولمپیک د ژمنيو لوبو د خبري رسنيو په عمومي مرکز کې روباټونه خبريالانو ته د خوړو چمتو کولو او ويشلو دنده ترسره کوي، چې له دې لارې به د کرونا ويروس د خپرېدو مخنيوی وشي. سربېره پردې روباټونه ددې توان هم لري توانېدای ، چې ډول ډول خواړه پاخه کړي او پيرودونکو يا اخیستونکو ته یې  ولېږدوي.

له روباټونو څخه پر ګټې اخستنې سربېره د سياليو په ډګرونو او لوبغالو کې د ډيجيټلي پيسو د کارولو نښې او ځایونه هم ډېرې ليدل کيږي. په دې وروستيو کلونو کې د چين ولسي بانک تل په ځينو ځايونو کې د ډيجيټلي پيسو د کارولو ازمايښتي کارونه تر سره کړي دي، خو د اولمپيک د ژمنيو لوبو په موده کې ډېرو بهرنيانو په لومړي ځل دغه پيسې وکارولې. ځینو کارپوهانو ويلي، چې ګڼ شمېر هېوادونه ښايي د څو کلونو په تېرېدو سره دغه ډيجيټلي پيسې وکاروي، خو د چين په ډېرو ولایتونو په تېره بیا په لویو ښارونو کې د نغدي پيسو راکړه ورکړه ډېره کمه ده. نو له دې کبله د ځینو کارپوهانو په اند داهم د چيني پيسو د نړيوال کېدو لپاره یوه ښه لاره هوار ولی شي.

Previous Post

د بشري حقونو فعالین: د بایډن وروستۍ پرېکړه د افغانانو د نسل وژنې په مانا ده

Next Post

روغتیا سازمان یو ځل بیا افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
روغتیا سازمان یو ځل بیا افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

روغتیا سازمان یو ځل بیا افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هندي رسنۍ: هند په کابل کې کرن یادف د سفیر په توګه ټاکلی دی

هندي رسنۍ: هند په کابل کې کرن یادف د سفیر په توګه ټاکلی دی

اکتوبر 23, 2025
ټرمپ: جو بایډن امریکا وشرموله باید ضرور استعفا ورکړي

ټرمپ: جو بایډن امریکا وشرموله باید ضرور استعفا ورکړي

سپتمبر 1, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved