د ایلینویز پوهنتون د نړیوالو حقوقو استاد او د بشري حقونو فعال «فرانسیس بویل» وایي، د بایډن لخوا د افغانستان د شتمنۍ ګنګل کول او یا په نیمایي هغې یې خېټه اچول په یو ډول غیر قانوني اقتصادي جګړه ده، چې غواړي افغانان له لوږې ووژني. نوموړي ویلي، چې دا کار د بایډن د ادارې لخوا په ښکاره ډول د افغانستان د شمتنۍ غلا هم ده. دغه حقوق پوه دغه راز وایي، چې د نسل وژنې د مخنیوي د کنوانسیون د دویمې مادې له مخې دغه چار په ښکاره ډوله د بایډن لخوا د افغانانو نسل وژنه بلل کېدای شي. د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون په رسمي توګه هغه فرمان لاسلیک کړ چې،له مخې یې د افغانستان کنګل شوې پانګه آزادیږي، ددغه فرمان له مخې ۳،۵ میلیارده امریکایي ډالر امریکا کې د سیپتمبر۱۱ قربانیانو ته د تاوان په توګه او پاتې ۳،۵میلیارده به افغانستان کې پر بشري مرستو لګول کیږي.












