چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

دواړه لوري د خبرو پیل ته تیار دي، خو څه ډول؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 2, 2021
in تبصرې
0
د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو بندول د کرونا له مخنیوي سره مرسته کوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

پرون له کابل څخه د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم ځیني غړي د خبرو د بیا پیل لپاره دوحې ته ولاړل او پاتې غړي به هم په څو ورځو کې دوحې ته ورشي. حکومت وايي چې پلاوی یې له تیارۍ سره دوحې ته ورغلی او طالبان هم وايي چې دوی له وړاندې خبرو ته تیار دي او خبرې په ژر وشي. معلومه نه ده چې د خبرو اجنډا به څه وي؟ له کومه ځایه به پیل کېږي او دا خبرې به له پخوانیو خبرو سره څه توپیر ولري؟

د افغان دولت پلاوی په داسې وخت کې قطر ته ورځي چې په دواړو اړخونو پراخ کورني او بهرني فشارونه دي چې د سولې خبرې بیا پیل کړي او جګړه کمه کړي. د جګړې په دې شدت کې د سولې د خبرو پیل خو به یا یوازې دغو فشارونو ته یو ډول ځواب وي او یا به هم دا خبرې پر جګړه اغېز ولري، تاوتریخوالی به ورسره کم شي او په خبرو کې به مثبت پرمختګ وشي. د ښکېلو اړخونو له کړنو او دریځونو ښکاري چې دوی یوازې غواړي چې فشارونو ته ځواب ووايي او نور تیار نه دي چې د سولې په خبرو کې مثبت پرمختګ وشي. د خلکو تمه بیا دا ده چې دا نور د خبرو او عملي کړنو ترمنځ واټن ختم شي، دواړه اړخونه دې جدي او پرېکنده خبرې وکړي. دا ځل خبرې باید یوازې د وخت د ضایع کېدو او د فشارونو د کمېدو په موخه نه وي. دا ځل خبرې دې د پرمختګ، توافق او سولې ته د رسېدو لپاره وي. دواړه اړخونه دې د ستونزمنو او پېچلو مسایلو پر ځای پر هغو مسایلو خبرې او بحث وکړي چې په اسانۍ توافق پرې کېدلی شي. د خبرو له پیل سره سم باید تاوتریخوالی کم شي، په خبرو کې له پرمختګ سره باید تاوتریخوالی نور هم راکم شي او یو اساسي پرمختګ باید اوربند ته لاره هواره کړي. که ښکېل اړخونه پر داسې مسایلو تمرکز وکړي چې دواړه اړخونه په اسانۍ پرې توافق کولی شي، نو د پرمختګ تمه هم کېدلی شي، خو که ښکېل اړخونه د پخوا په شان په لانجمنو او سختو مسایلو بحث کوي او بیا پر خپلو دریځونو هم ټینګار کوي او آن درېیمه او منځنۍ حللاره هم نه مني، نو بیا نه په خبرو کې د پرمختګ چانس شته او نه هم د خلکو هیلې پوره کېدلی شي.

دواړو اړخونو ته پکار ده چې نور د بې وزلو افغانانو درد او غم ته وګوري او زیات یې نه کړي. د جګړې اوږدول او د سولې په لاره کې خنډول باید نور ودرول شي. پکار ده چې پر ولس رحم وکړي او دواړه اړخونه دا ځل د سولې لپاره جدي، صمیمي او پرېکنده خبرې وکړي. دا ځل باید وخت ضایع نه شي، خبرې باید رغوونکې وي او پایله ولري. که دا ځل هم د تېر به شان وخت ضایع کېږي او یوازې د خلکو سترګو کې خاورې شیندل کېږي، نو بیا به دواړه اړخونو د خلکو پر وړاندې پړه وي او دوی به د ټولو هغو وژنو ځواب وايی چې د روانې جګړې له امله رامنځ ته کېږي.

Previous Post

شارپ کمپنۍ خپل نوی ځیرک موبایل معرفي کړ

Next Post

ژور خپګان هم د بډوډو د ناروغیو لامل کېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ژور خپګان هم د بډوډو د ناروغیو لامل کېږي

ژور خپګان هم د بډوډو د ناروغیو لامل کېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د سولې په پروسه کې درې اصلي خنډونه

د ولسمشر بې مسوولیته څرګندونې

اگست 24, 2020
له ایران او پاکستانه څه باندې ۷ زره کډوال هېواد ته راستانه شول

له ایران او پاکستانه څه باندې ۷ زره کډوال هېواد ته راستانه شول

اکتوبر 31, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved