د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د مالي شمتنۍ په اړه د بایډن پرېکړه غندلې ده. د یاد وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي چې امریکا د افغان ولس پیسې غلا کړې دي. هغه په تهران کې یوې خبري ناستې ته د دې پیسو په اړه ویلي چې ایران د امریکا دا په ډاګه غلا په کلکو ټکو غندي. هغه ټینګار کړی دی چې دا لومړی ځل نه دی چې امریکا د نورو خلکو شتمني چور کوي بلکې یاد هېواد په دې برخه کې کاري سابقه لري. د یادونې ده چې امریکا د افغانستان له نهه میلیاردي مالي شتمنۍ څخه درېیمه برخه یې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو باندې وېشلو ته ځانګړې کړې دي چې د بایډن دې پرېکړې په افغانستان دننه او بهر د ګڼو خلکو غوسه را پارولې ده او د امریکا دا اقدام یې د افغانستان په څېر د یو غریب هېواد له وګړو سره ستره جفا بللې ده.
































