د کابل تر څنګ په ګڼو نورو ولایتونو کې هم سلګونه کسانو د بایډن د غیر عاقلانه پرېکړې پر وړاندې لاریون کړی دی. د راپورونو له مخې په ننګرهار، کندهار، فاریاب او ګڼو نورو ولایتونو کې کسبه کارانو، عامو وګړو، هټۍوالو او د بېلو ټولنو استازو د بايډن د پرېکړې په غبرګون کې پراخ سوله ییز لاریونونه پيل کړي دي.
دوی وایي بایډن په غیر قانوني توګه د افغانانو شتمني یرغمل کړې او اوس یې د غلا کولو لپاره لارې چارې پلټي. دغه سلګونه کسان غوښتنه کوي چې د افغانانو شتمني باید بېرته راوګرځول شي او بایډن دې له خپلې پرېکړې په شا شي.
لاریون کوونکي همدا راز پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې د جګړه ځپلو افغانانو غږ واوري او د امریکا د بې عدالتیو پر وړاندې د افغانانو تر څنګ ودرېږي.
































