اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۵۰۰ میلیون یورو بشردوستانه مرستې ژمنه کړې ده. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن ویلي چې د دغې ټولنې غړو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ له افغان پلاوي سره په خبرو کې د ملګرو ملتونو او نورو غیر حکومتي سازمانونو له لارې له افغانانو سره د پنځه سوه میلیون یورو مرستې ژمنه کړې ده. نیکولسن ویلي چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو او نورو غیر حکومتي سازمانونو له لارې پر بې وزلو افغانانو ووېشل شي.
































