په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر وایي چې ددغه هېواد په زندانونو کې د بندي ۵۹۹ افغانانو لېږد به سبا افغانستان ته پیل شي. د افغانستان سفیر احمد جاوید مجددي وايي، ۵۹۹ افغانان چې په سعودي کې بندیان دي، ځایی حکومت د هغوی د ډي رپورټ کولو پرېکړه کړې وه. نوموړي ویلي، ټاکل شوې وه چې دوی پخوا افغانستان ته لېږدول شوي وای، خو د کرونا او قرنطین له امله د دوی لېږد ځنډول شوی و. هغه زیاته کړه، چې د سعودي عربستان حکومت په خپل لګښت په درېیو ځانګړو الوتکو کې یاد کسان افغانستان ته لېږدول کیږي. مجددي سعودي کې د مېشتو افغانانو او هېواد ته د هغوی د لیږدولو په اړه ویلي، هغه افغانان چې د الوتکو د بندېدلو له امله هلته بند پاتې وو، د افغانستان سفارت له اریانا او کام ایر څخه وغوښتل چې د دې افغانانو د لیږدولو لپاره اقدام وکړي.
































