چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د فشارونو او بندیزونو دیپلوماسي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 22, 2022
in تبصرې
0
د فشارونو او بندیزونو دیپلوماسي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي چې له طالبانو سره دیپلوماسي د ټولو په ګټه ده او موږ ټول باید د خپلو ګټو په خاطر له طالبانو سره دیپلوماسۍ ته دوام ورکړو. هغه ویلي چې د نجونو د زده کړو په برخه کې د دوی دیپلوماسۍ پرمختګونه لرل، خو لا هم د ټولګډونه حکومت په برخه کې څه نه دي شوي. هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید ټولګډونه حکومت جوړ ش‍ي چې ښځې هم پکې وي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د امریکا او لوېدیځو هېوادونو چلند پر فشارونو او بندیزونو ولاړ دی. د دوی دیپلوماس‍ي د فشارونو او بندیزونو دیپلوماسي ده چې بیه یې د افغانستان کړېدلي خلک پرې کوي. امریکا نه یوازې خپله اسلامي امارت په رسمیت نه ‌پېژني،‌ بلکې نورو هېوادونو ته هم اجازه نه ورکوي چې دا کار وکړي. ددې تر څنګ یې د افغانستان څه باندې نهه میلیارده ډالره پانګه کنګل کړې چې ورسره افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی. له دې سره هممهاله امریکا او لوېدیځو هېوادونو د خپلو تبلیغاتي ماشینونو پر مټ د افغانستان پر وړاندې یوه سخته جګړه هم پیل کړې ده. دوی په خلکو کې وېره خپروي، هر څه تور او تیاره ښکاره کوي او د افغانستان یو وېرونکی او ناوړه تصویر نړۍ ته ښيي. تر اوسه پورې د امریکايي دیپلوماسۍ موخه دا ښکاري چې افغانستان باید له اقتصادي ناورین سره مخ، یو منزوي هېواد وي چې نه له نړۍ سره رسمي اړیکې ولري او نه هم پکې داسې اقتصادي کارونه وشي چې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي. د امریکا هر ګام د همدې لپاره دی چې افغانستان لا زیات ولوېږي او افغانان له لا زیاتې لوږې او اقتصادي ناورین سره مخ شي.

امریکا غواړي‌ چې د فشار او بندیزونو له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، دا د هغې تګلارې یو بل مخ دی چې امریکا تېر شل کاله په افغانستان کې وکاروله. شل کاله د افغانستان د خلکو و‍ژل، بمبارول، بندي کول او شکنجه کول د امریکا اصلي تګلاره وه او اوس د بندیزونو له لارې غواړي افغانستان منزوي کړي، خلک یې وږي کړي او له ستونزو سره یې مخ کړي. خو امریکا باید پوه شي چې څه ډول یې چې د جګړې تګلاره ناکامه شوه او په ټوله نړۍ کې یې حیثیت او ځواک ته زیان واوښت، دغسې به یې د بندیزونو او فشارونو تګلاره هم له ماتې سره مخ کېږي. په اوسنۍ نړۍ کې دا شونې نه ده چې امریکا دې همداسې په یوازې ځان هره پرېکړه وکړي او نړۍ دې هم تر ډېره ورسره په یوه لاره ولاړه شي.‌ نړۍ به له امریکا لاره بېلوي او امریکا به یو ځل بیا د افغانستان پر وړاندې ماتېږي.

په افغانستان کې به حکومتولي ورځ تر بلې ښه کېږي، حکومت به په واقعي مانا د ټولګډونه حالت لوري ته ځي، مسلکي‌ او تخنیکي خلک به خپلو دندو ته ورګرځي او د ښځو د حقونو په ګډون به د هر افغان اسلامي او قانوني حق ورکول کېږي. د افغانستان ټول خلک به له حکومته راضي کېږي او کله چې ټول خلک له حکومته راضي وي، نو بیا به د امریکا د زور، فشار او بندیزونو تګلارې ناکاره کېږي. له همدې امله پکار ده چې امارت په چټکۍ سره همدغه لوري ته ولاړ شي او په سیاسي ډګر کې هم یوه لویه بریا ولري.

Previous Post

افغانستان ته د هندي غنمو لېږد پيل شو

Next Post

م.م د اشرف غني نوم د ولسمشرانو له لېست لرې کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
م.م د اشرف غني نوم د ولسمشرانو له لېست لرې کړی

م.م د اشرف غني نوم د ولسمشرانو له لېست لرې کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان څه باندې شپږ سوه زره بې اسناده افغان کډوال ایستلي

پاکستان څه باندې شپږ سوه زره بې اسناده افغان کډوال ایستلي

جون 29, 2024
بلخ کې د نفتو د تصفیې یوه کارخونه پرانیستل شوه

بلخ کې د نفتو د تصفیې یوه کارخونه پرانیستل شوه

جنوري 10, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved