چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د کرنتین او ګر‌ځبندیز ماتول، بدیل او ګټې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 12, 2020
in تبصرې
0
د وچې ډوډۍ وېش او د شکایتونو دوام
644
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ځینو رسنیو د عامې روغتیا وزارت د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې روان کرنتین به له اختر وروسته نه غځېږي او رخصتي به نوره ختمېږي. په دغو خبرونو کې ویل شوي چې وزارت د روغتیا نړیوال سازمان د وروستیو سپارښتنو پر بنسټ له کرونا وبا څخه د هېوادوالو د مخنیوي په موخه تازه کړنلاره تر کار لاندې لري چې ژر به د حکومت له مشرتابه سره شریکه شي او د حکومت د مشرتابه تر غور او کتنې وروسته به کرنتین او عمومي رخصتي پای ته ورسېږي او دغه پرېکړه به هم په رسمي توګه اعلان شي.

که حکومت داسې یو ګام واخلي، دا به یو مناسب او غوره ګام وي. کرونا اوږده لانجه ده او داسې نه ښکاري چې ژر به ختمه شي. د دې تر څنګ کرنتین، ګرځبندیز، د کارونو او ورځنیو فعالیتونو بندول او عمومي رخصتي د دې ستونزې له حل سره خاصه مرسته نه کوي. ښايي دا چارې د کرونا د ځنډ سبب شي، خو هېڅکله د کرونا په مخنیوي کې اساسي رول نه شي لوبولی. له همدې امله له کرونا سره باید مبارزه روانه وي، خو کرنتین او ګرځبندیز باید ختم شي؛ ځکه چې له دې اړخه را ولاړېدونکي زیانونه د کرونا تر زیانونو په ځلونو زیات دي. په افغانستان کې کرونا ویروس د اروپايی هېوادونو، متحده ایالاتو، روسیې او ډېرو نورو هېوادونو په پرتله جدي نه دی، خو هلته ورو ورو کرنتین له منځه ځي. په روسیه کې چې هره ورځ پکې لس زره کسان پر کرونا اخته کېږي، بیا هم د روسیې ولسمشر کرنتین ختم کړی او په مشروط ډول یې کاروبار ته اجازه ورکړې ده. ډېری اروپايي او نور هېوادونه هم کرنتین ماتوي او هڅه کوي، خپل اقتصادي څرخ بېرته فعال کړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

دا یو معقول او سم ګام دی چې افغانستان هم کرنتین او رخصتي ختمه کړي او پرېږدي چې اقتصادي فعالیتونه او د خلکو ورځنی ژوند بېرته پیل شي. البته د دې مانا دا نه ده چې هېڅ ډول تدابیر باید نه وي. ټول ممکنه تدابیر باید ونیول شي. د کرنتین له ختم سره سم باید نور تدابیر زیات شي. د بېلګې په ډول، په عامو ځایونو کې باید ضد عفوني کارونه زیات شي، د ماسک او نورو وسایلو کارول باید زیات شي. دغه راز ټوله هڅه باید وشي چې په کاروبار کې هم تر ممکنه بریده فاصله وساتل شي. داسې نه ده چې په ورځنیو کارونو کې د فاصلې مراعاتول شونې نه وي. ډېر اقتصادي فعالیتونه او ورځني کارونه داسې دي چې په طبیعي ډول پکې فاصله مراعاتېږي، خو په ډېری نورو کارونو کې هم شونې ده چې فاصله او تدابیر مراعات شي. د کار او اقتصادي فعالیتونو مانا دا نه ده چې حتمي به پکې کرونا خپرېږي او یا به تدابیر پکې تر پښو لاندې کېږي، بلکې دا چاره شونې ده. حکومت باید له خپله اړخه په دې برخه کې نه یوازې یوه تګلاره وړاندې کړي، بلکې په عملي کولو کې به یې هم هڅې کوي. خلک هم باید مرسته وکړي چې د کاروبار او اقتصادي فعالیتونو سره هممهاله تدابیر هم مراعات شي. په دې ډول به مو د کرونا د پراختیا بهیر هم پڅ کړی وي او د اقتصادي بحران مخه به مو هم نیولي وي.

Previous Post

خیرخواه: روان کال په پروان کې د ۲۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت ۴۸۰ پروژې پلې کېږي

Next Post

روژه او د رومي بانجانو ګټې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
روژه او د رومي بانجانو ګټې

روژه او د رومي بانجانو ګټې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین د ۶ جي د پياوړتيا کاري ټیم جوړ کړی

چین د ۶ جي د پياوړتيا کاري ټیم جوړ کړی

مارچ 5, 2023
نی: د امرالله صالح په ګډون هېڅوک د خبریالانو د وېرولو حق نه لري

نی: د امرالله صالح په ګډون هېڅوک د خبریالانو د وېرولو حق نه لري

اکتوبر 27, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved