چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

مسلکي کادرونه به نه وځي، خو دلته به څه کوي!؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 2, 2022
in تبصرې
0
د کورونو پلټل؛ مخالفت او انګېزې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

  اسلامي امارت پرله پسې پر دې ټینګار کوي چې مسلکي کادرونه دې له هېواده نه وځي او دلته دې خپلو خلکو ته خدمدت وکړي.‌ د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ملابرادر پرون یو ځل بیا پر ځواکونو مسلکي کادرونو غږ کړی چې هېواد دې نه پرېږدي، ځکه چې اوس د هېواد جوړول د ټولو ګډ مسوولیت دی. نوموړي پر ځوانانو غږ کړی چې زده کړو ته دوام ورکړي، ځانونه په ساینس، ټکنالوژۍ او نورو برخو کې ورسوي.

د ملابرادر آخوند دا غږ خوږ دی او له یوه مسوول حکومت څخه همدا تمه کېدای شي چې له خپل هېواده د کادرونو او ځوانانو د وتلو په تړاو همداسې دریځ ولري. دا یوه ښه دریځ دی، خو تر دې وړاندې په عملي برخه کې هم ګامونه پکار دي چې له بده مرغه ډېرې ستونزې پکې دي. مسلکي کادرونه به پاتې شي، خو دلته څه وکړي؟ همدا اوس چې په دولتي ادارو کې پر کوم اساس ټاکنې کېږي،‌ دا بیا د ملا برادر او نورو چارواکو د خبرو خلاف پیغام ورکوي او ځوانانو ته وايي چې دا وطن ستاسې نه دی، دلته پوهه، علم او ټکنالوژي پکار نه ده او تاسې باید دا وطن پرېږدئ. چې کله یو ځوان په معلوماتي ټکنالو‍ژۍ کې د ماسټرۍ ترڅنګ کلونه کلونه کاري تجربه ولري او له دندې ګو‍ښه شي، خو پر ځای یې داسې کس راشي، چې هغه په ټول عمر کې کله هم کمپیوټر کارولی نه وي، نو دا د هغه پیغام پر مرۍ له پښې اې‍ښودلو پرته بله څه مانا لري چې ښاغلی ملابرادر او نور چارواکي یې ورکوي. دلته خبره د سیاسي‌ واک نه ده، ځکه خلکو اوس منلې چې سیاسي واک باید د امارت له افرادو سره وي، خو مسلکي برخې دې مسلکي کسانو ته پرېښودل شي. د اسلامي امارت چارواکو هم لومړی دا ویل چې وزارتونه سیاسي پوستونه دي او دوی به معینان مسلکي کسان راولي، خو وروسته معنیتونه هم لاندې شول، ریاستونه هم ونیول شول او خبره تر مدیریتونو او آمریتونو هم را ورسېده او لا هم روانه ده. په دې تحول کې ستونزه دا نه ده چې د امارت افراد دولتي بستونه نیسي، ستونزه دا ده چې ډېر مسلکي کسان له دندې ګوښه کېږي او پر ځای یې نامسلکي او بې تجربې کسان راځي. آن په ځینو ادار کې داسې کسان هم رییسان شوي چې مکتوب به ورته بل څوک لولي. دا حالت نه یوازې دا چې حکومتولي له ستونزو او خنډونو سره مخ کوي، بلکې مسلکي کادرونه او ځوانان ناهیلي کوي‌ او فکر کوي‌ چې په دې هېواد کې نور دوی ته ځای نشته، ځکه چې دا هېواد اسلامي امارت نیولی او هغوی دلته ټولې حکومتي څوکۍ او بستونه خپل حق ګڼي.‌

 اوس مهمه خبره دا ده چې د چارواکو د دریځ او په دولتي ادارو کې د عمل ترمنځ باید یووالي راشي. په دولت‍ي ادارو کې روان حالت باید بدل شي، باید مسلکي کادرونو او علم ته اهمیت ورکړل شي او ځوانانو ته په عملي ډول دا ‍پیغام ورکړل شي، چې دلته دوی ته هم ځای شته او باید پاتې شي.‌

Previous Post

کډوالو چارو وزارت: تېرو ۶ میاشتو کې نیم میلیون افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي

Next Post

نړیوال بانک افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
نړیوال بانک افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه

نړیوال بانک افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بهرنیو شرکتونو په هیواد کې پر کانونو ۷میلیارد ډالر پانګونه کړې

بهرنیو شرکتونو په هیواد کې پر کانونو ۷میلیارد ډالر پانګونه کړې

مې 20, 2024
کابل: په ټول افغانستان کې امنیت دی هېوادونه دې اندېښنه نه کوي

کابل: په ټول افغانستان کې امنیت دی هېوادونه دې اندېښنه نه کوي

اپریل 10, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved