امریکا یو ځل بیا له روسیې غوښتي چې په اوکراین کې وینه تویېدنه او جګړه ودروي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې روسیه باید ژر تر ژره له اوکراین خپل سرتېري وباسي او خونړیو جګړو ته دې د پای ټکی کېږدي. امریکا دغه راز وايي چې روسیې د اوکراین پر خاوره د یرغل تر څنګ په ټوله سیمه کې پر رسنیو هم بریدونه پيل کړي دي، ټولنیزو رسنیو ته یې د روسي وګړو لاسرسی محدود کړی دی او هڅه کوي خلک له معلوماتو ناخبره وساتي. امریکا وایي که روسیه په اوکراین کې خپلو ناوړه کړنو ته ادامه ورکړي نو نور به هم منزوي شي. دا څرګندونې داسې مهال دي چې تازه د اوکراین په پلازمینه کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
































