افغان چارواکي وايي له سیمې او نړۍ سره د ښو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو غوښتونکي دي. د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په بهر کې د مېشو سوداګرو او متخصیصونو له ښځینه او نارینه استازو سره په کابل کې کتلي دي.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د سوداګرۍ، لوړو زده کړو، اقتصاد او نورو اړوندو مواردو پر روان وضعیت خبرې شوې دي. مولوي متقي ویلي دوی په دې هڅه کې دي چې په بهر کې د مېشتو افغانانو له وړتیاوو استفاده وکړي او یو ځل بیا یې پر افغان سوداګرو او متخصیصینو غږ کړی چې هېواد ته راستانه شي او د پرمختګ لپاره کار وکړي.
متقي ویلي دوی غواړي چې افغانستان پر ځان بسیاینې ته ورسوي، د نورو له احتیاج یې خلاص کړي او تر څنګ یې هېواد په سیمه کې د اقتصاد او اتصال په مرکز بدل کړي.
































