د اسلامي همکاریو سازمان ویلي چې محمد سعید العیاش په افغانستان کې د دغه سازمان د دفتر د رییس په توګه په خپله دنده پيل کړی دی. یاد سازمان ویلي چې د افغانستان دفتر ته دنده سپارل شوې ده څو د دغه هېواد په اړه په اسلام اباد کې د دغه سازمان په غونډه کې شوې ژمنې عملي کړي. دغه سازمان ویلي چې دوی به د اقتصادي او بشري ناورین څخه د وتلو په برخه کې له افغانانو سره خپله هیڅ راز همکاري ونه سپموي. د یادونې ده چې د اسلامي همکاریو سازمان څه موده وړاندې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډه کې ژمنه کړې وه چې یاد سازمان به د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکي او همدا راز له دې هېواد سره د بشري مرستو لپاره به یو مالي صندوق هم رامنځته کوي.
































