روان ژمی د طبیعي پېښو له امله په ټول هېواد کې شاوخوا ۸۵ کسان وژل شوي دي. د طبیعي پېښو په چارو کې د دولت وزارت چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي چې روان ژمی سخت و او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې خلکو ته مالي او ځاني تلفات اړولي دي. سرچینه کاږي چې تر دې دمه د ژمنیو پېښو له امله شاوخوا ۸۵ کسان وژل شوي او ۷۵ نور ټپيان دي. بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې بیا ویلي چې افغانستان کې په روان کال کې بیا تر ۵۳ زره ډېر کسان د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي دي. یاده اداره وایي دا پېښې د افغانستان په پنځلسو ولایتونو کې رامنځ ته شوې دي چې ډېری یې زلزلې، توپانونه، ځمکې ښویېدنه، سیلابونه او بارانونه وو.
































