چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

افغان ښځې، حقونه او واقعیتونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 9, 2022
in تبصرې
0
له رسنیو سره تاوتریخوالی پلان شوی او سیستماتیک دی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 پرون د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ وه. په همدې پلمه په کوردننه او بهر د افغان ښځو د حقونو په تړاو غږونه را پورته شول او له اسلامي امارت یې وغوښتل چې ښځو ته د تعلیم، کار او نور حقونه ورکړي. دوی له اسلامي امارت دا هم غوښتي چې ښځو ته په حکومت او سیاست کې ونډه ورکړي او ښځې باید خپلو ټولو حقونو ته لاسرسی ولري. اسلامي امارت بیا وايي چې دوی د ښځو د ټولو هغو حقونو ورکړې ته ژمن دي چې له اسلامي ارزښتونو او افغاني دود سره سم وي.

د ښځو نړیواله ورځ که څه هم یوه سمبولیکه ورځ ده، خو دا ورځ د ښځو د ژوند د بېلابېلو اړخونو په باب بحث ته لاره پرانیزي. دا ځل دا ورځ په داسې حال کې را ورسېده چې اسلامي امارت له وړاندې د ښځو د حقونو پر نقض تورن دی او له دې امله له پراخو بهرنیو فشارونو سره هم مخ دی.‌ لومړی فشار چې اسلامي امارت ورسره مخ و، هغه د ښځو د زده کړو بحث و، چې په وروستیو کې د پوهنتونو په پرانیستو سره دا لانجه تر یوه بریده حل شوه، خو د وري میاشتې په لومړیو کې د ښځینه ښوونځیو پیلېدل او یا نه پلېدل به ددې ستونزې د بل اړخ برخلیک معلوم کړي. ددې تر څنګ د ښځو د کار حق هم هغه څه دی چې اسلامي امارت یې لا هم تر فشارونو لاندې راوستی دی. که څه هم ځینو ادارو ته ښځیه کارکوونکي ورځي، خو لا هم ډېری دولتي ادارو ته د ښځو ورتګ له دې امله بند دی چې ګواکي لازمه او مناسبه فضا نه ده ورته جوړه شوې. له دې امله چې اسلامي امارت ددغو ښځینه کارکوونکو معاشونه او امتیازات نه دي بند کړي، نو ځکه ډېری یې هیله لري چې ښايي یوه ورځ بېرته خپلو دندو ته وغوښتل ش‍ي.

داسې ښکاري چې اسلامي امارت هم د ښځو ددغو دوو حقونو په پوره کولو کې کار او فعالیت کوي، خو نړۍ او ځینې افغاني مېرمنې بیا وايي چې ښځې باید په واک کې ور ګډې شي،‌ سیاس‍ي فعالیت وکړي، د بیان ازادي ولري او ددې تر څنګ هغه محدودیتونه باید ترې لرې شي چې اسلامي امارت پرې لګولي دي. له شک پرته چې په دې کې ځینې غوښتنې د افغاني ټولنې واقعیتونو ته په کتو سره افراطي دي او شونې نه ده چې دا غوښتنې دې عملي شي، خو ځینې داسې دي‌ چې منل به یې وخت او ډېر کار ته اړتیا ولري، ځکه چې اوس یې واکمن ذهنیت نه شي منلی.

که د ښځو په اړه افراطي او بهرنۍ غوښتنې یو څنګ ته کړو، له شک پرته چې افغان مېرمنې په ناوړه حالت کې دي او اسلامي امارت له شرعي اړخه مکلف دی چې د دوی حقونه ورکړي. همدا اوس میلیونونه نجونې ښوونځيو او مدرسو ته د تګ فرصت نه لري. دا یې شرعي حق دی او باید ورکړل شي او په ولایتونو او ولسوالیو کې باید د نجونو لپاره نوې مدرسې او ښوونځي جوړ شي. ددې تر څنګ افغان مېرمنې د میراث، په خپله خوښه د نکاح کولو، ملکیت لرلو او نورو مهمو شرعي حقونو له لرلو محرومې دي. اسلامي امارت باید له بهرنیو فشارونو او غوښتنو پرته د خپل شرعي مکلفیت له مخې د ښځو دغو حقونو ته پام وکړي او افغان ښځې له اوسنیو تیارو څخه د رڼا لوري ته بوځي.

Previous Post

نیویارک ټایمز: نیمروز افغان قاچاقبرو د ګټې وټې پر ځای بدل شوی

Next Post

افغانستان کې جنګېدلي امریکایان: له رواني، تنفسي او سرطاني ناروغیو ځورېږو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
افغانستان کې جنګېدلي امریکایان: له رواني، تنفسي او سرطاني ناروغیو ځورېږو

افغانستان کې جنګېدلي امریکایان: له رواني، تنفسي او سرطاني ناروغیو ځورېږو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ننګرهار کې د پولیو شپږمه پېښه ثبت شوه

ننګرهار کې د پولیو شپږمه پېښه ثبت شوه

اکتوبر 26, 2023
مالیې وزارت؛ د افغانۍ د ارزښت ټیټیدو لامل کورني او بهرني تبلیغات یاد کړي

مالیې وزارت؛ د افغانۍ د ارزښت ټیټیدو لامل کورني او بهرني تبلیغات یاد کړي

جنوري 30, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved