د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وایي، د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ویروس لا هم په افغانستان کې تیت دی او سږ میلادي کال یې شپږ مثبتې پیښې ثبت شوي دي. یونیسف پرون په یوه راپور کې ویلي چې د پولیو دغه شپږ واړه مثبتې پیښې په ننګرهار کې رامنځته شوي دي. په راپور کې راغلي چې په ګوزڼ د اخته شویو شپږو ماشومانو له ډلې یو ماشوم مړی شوی، یو هغه یې فلج ته نږدې دی، خو څلور یې بېرته د رغېدو په حال کې دي. یونیسف له ګوزڼه د ماشومانو د ژغورنې یوازېنۍ لاره د واکسین تطبیق بللی دی.












