چین وایي هیله لري چې ژر تر ژره د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ روان اختلافونه پای ته ورسېږي او د سولې د راوستو لپاره یو پیاوړی حکومت جوړ کړل شي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاوو لیان په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چین تل له افغانستان سره ښې اړیکې لرلې دي او ددې اړیکو پاللو او پراختیا ته ادامه ورکوي. دده په خبره چین هیله لري چې د ولسمشر غني اوعبدالله عبدالله ترمنځ روان اختلافونه پای ته ورسېږي، ګډ حکومت رامنځ ته شي او دغه حکومت بیا د سولې د راتګ لپاره پراخې هڅې وکړي. د لیان په وینا چین په افغانستان کې ددایمي ثبات او سولې غوښتونکی دی او په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
































