د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د د ښت سیمي په یوه کور کې د هاوان یوې زړې ګولۍ د چاودنې له امله اووه تنه ټپيان شوي دي. د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د هاوان د زړې ګولۍ د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. نوموړي وویل چې په ټپیانو کې مور، پلار او د هغوی اولادونه شامل دي. دی وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي. وړمه شپه د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې هم په یوه کور کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله د یو ماشوم او دوو ښځو په ګډون درې تنه ټپيان شوي و.
































