چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

په انتالیا دیپلوماسۍ فورم کې د افغانستان ښه استازیتوب

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 13, 2022
in تبصرې
0
په انتالیا دیپلوماسۍ فورم کې د افغانستان ښه استازیتوب
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

   د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ترکیه کې د انتالیا دیپلوماسۍ فورم کې ګډون کړی او هلته یې د دیپلوماسۍ او د افغانستان په تړاو خبرې  کړي دي. دې غونډې ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو نږدې دوه زره استازي وربلل شوي وو چې پکې چارواکي، سیاستوال او پالیسي جوړونکي ګډون لري. د غونډې کډونوال د پالیسۍ، دیپلوماسۍ او سوداګرۍ په اړه خپل لیدلوري سره شریک کوي. له دې امله چې دا غونډه د اوکراین د کړکېچ په اوج کې کېږي، نو د اوکراین کړکېچ پر ټولو موضوعاتو سیوری غوړولی، خو د افغانستان موضوع هم ورسره په څنګ کې یادېږي.

د انتالیا دیپلوماسۍ فورم یوه مهمه ناسته ده چې اسلامي امارت ته هم پکې د ګډون چانس ورکړ شوی دی. دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت استازي په داسې یوه مهمه غونډه کې ګډون کوي او خپل دریځ بیانوي. دا په واقعیت کې اسلامي امارت ته دریځ ورکول دي‌ چې ورو ورو په نړیوالو غونډه کې را ښکاره شي او د افغانستان استازیتوب وکړي. دا چاره به له رسمیت پېژندنې سره هم مرسته وکړي،‌ ځکه چې یو خو په رسمي ډول اسلامي امارت د افغانستان د استازي په توګه برخه اخلي او بل له نړۍ سره د خبرو او تفاهم له لارې ستونزې کمېږي او رسمیت ته لاره هوارېږي.‌ په دې او دې ته ورته غونډو کې د اسلامي امارت د استازو ګډون او د افغانستان په استازیتوب یې منل، خپله پر دې اقرار دی چې دوی د افغانستان رسمي استازي دي او دولت یې د افغانستان واکمن او مشروع دولت دی.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د انتالیا دیپلوماسۍ فورم کې د اسلامي امارت د استازي دریځ هم ښه دریځ و او له دې چانس څخه د استفادې ښه هڅه وه.‌ د دیپلوماسۍ په اړه د امیرخان متقي څرګندونې نه یوازې د یوه خپلواک افغانستان غږ دی، بلکې د ډېرو نورو هېوادونو له دریځ سره هم یو شان دی. ددې تر څنګ د افغانستان د حکومت او راتلونکي په اړه د ښاغلي متقي څرګندونې د نړیوالو رسنیو هغه تبلیغات ننګوي چې د افغانستان په تړاو یې کوي. ددې تر څنګ د ستونزو او خنډونو په اړه هم یو واقعي تصویر پکار دی چې ښاغل‍ي متقي تر ډېره پورې ورکړی دی. له بله اړخه د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو په اړه هم د افغانستان د غږ ‍‍ښه انعکاس وشو او نړۍ ته باید بیا بیا وښودل شي چې افغانان مظلوم دي‌ او امریکا د بې وزله افغانانو شتمني په زور او جبر سره لاندې کوي‌ او نړۍ باید له افغانانو سره مرسته وکړي چې خپله شتمني لاس ته راوړي.

له شک پرته چې په انتالیا دیپلوماسۍ فورم کې د افغانستان ښه استازیتوب وشو، خو دا چې کورني سیاستونه د بهرني سیاست قوت او کمزوري ټاکي، نو په کور دننه زموږ په سیاستونو کې ستونزو، زموږ دیپلوماسۍ ته خنډونه هم پیدا کړي دي. اسلامي امارت باید لا زیات نرمښت وښيي، په حکومت کې نوي مسلکي کسان ور ګډ کړي، نورو افغانانو ته په سیاست او حکومت کې ونډه ورکړي. که اسلامي امارت دا کار وکړي، نو زموږ دیپلوماسي به لا زیاته غښتلې شي او د افغانستان غږ به په نړیوالو دریځونو لا زیات پیاوړی وي.

Previous Post

متقي: دیپلوماسي باید د هېوادونو د مشروع منافعو د ساتنې وسیله وي

Next Post

افغانستان بانک: ۳۲ میلیون ډالر نغدي مرسته کابل ته را رسېدلې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
افغانستان بانک: ۳۲ میلیون ډالر نغدي مرسته کابل ته را رسېدلې ده

افغانستان بانک: ۳۲ میلیون ډالر نغدي مرسته کابل ته را رسېدلې ده

Recommended

Slot Machine Games Online For Money

سپتمبر 8, 2025

مېرمن پنګ لي يوان د چين او افريقا د ماشومانو د دوبني کمپ په فعاليت کې ګډن وکړ

جولای 20, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved