سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د افغان سفارتونو د راخپلولو بریالۍ هڅې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 16, 2022
in تبصرې
0
په انتالیا دیپلوماسۍ فورم کې د افغانستان ښه استازیتوب
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په لومړي ځل له هېواده بهر یو سفارت ته ورغلی دی. امیرخان متقي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخوا هم ورسره و، په انقره کې افغان سفارت ته ورغلی و او هلته یې له افغان دیپلوماتانو، افغان محصلینو او ځینو نورو افغانانو سره وکتل. له متقي سره په دې غونډو کې د سفیر په ګډون ځیني دیپلوماتان وو، خو ځینو یې غونډې ته له ورتګه ډډه کړې ده. په غونډه کې ویل شوي چې له دې وروسته به د سفارت چارې د اسلامي امارت له اوامرو سره سمې مخ ته ځي او دیپلوماتان دې د پخوا په څېر خپلو دندو ته دوام ورکړي. تر دې وړاندې په پاکستان، قطر، چین او ایران کې د افغانستان سفارتونه هم د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې راغلي وو او آن دریو سفارتونو ته یې خپل سرپرستان هم ورلېږلي دي.

په نورو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د اسلامي امارت لپاره لا هم یوه لویه لانجه ده، ځکه چې دا سفارتونه نه یوازې دا چې د اسلامي امارت د غوښتنو او هدایاتو پر اساس عمل نه کوي، بلکې ډېری سفارتونه یې برعکس عمل کوي. دا سفارتونه چې تر ډېره د جمعیت اسلامي کسان پکې واکمن دي، په بهرنیو هېوادونو کې د اسلامي امارت د تخریب په مرکزونو کې بدل شوي دي. هلته شته ډېری دیپلوماتان هره ورځ په کوربه هېواد کې د اسلامي امارت پر ضد سیاسي فعالیتونه کوي او ددې تر څنګ هغو کسانو ته لابي کوي چې ځان د اسلامي امارت سیاسي او نظامي مخالفین ګڼي. له بله اړخه په دغو سفارتونو کې پراخې خپلمنځي ستونزې هم شته چې ډېری وخت آن تر فزیکې شخړې پورې رسېږي چې دا بیا د ټول افغانستان او افغانانو لوی تصویر ته زیان اړوي. له بله اړخه په دغو سفارتونو کې یوه برخه داسې کسان شته چې غواړي د افغانستان استازیتوب وکړي او له اسلامي امارت سره هم کار وکړي، خو له دې کبله چې ډېری سفیران د اسلامي امارت مخالفین دي، نو ځکه دوی ته ددې چانس نه برابرېږي. یوه بله ستونزه دا ده چې په ځینو سفارتونو او قونسلګریو کې مالي فساد هم روان دی او هغه عواید چې قونسلګرۍ او سفارتونه یې لري، دوی یې شخصي جیبونو ته اچوي. له همدې سره هممهاله بیا ګڼو دیپلوماتانو له دې امله چې سفارت یې د اسلامي امارت هدایات نه مني، څو میاشتې معاش نه دی اخیستی او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

تر هغو چې اسلامي امارت د بهرنیو هېوادونو له خوا په رسمیت پېژندل کېږي، دا ښه هڅه ده چې په ځینو هېوادونو کې سفارتونه اسلامي امارت ته وسپارل ش‍ي او یا هم لږ تر لږه شته سفیران او دیپلوماتان د اسلامي امارت د غوښتنو او هدایاتو پر اساس عمل وکړي.‌ دا چاره به ددې سبب شي چې دا سفارتونه د نظام د تخریب له هڅو را وګرځول شي، مالي فساد به پکې کم او یا ختم شي او ددې تر څنګ به د دیپلوماتانو د معاش او نورو ستونزو په حل کې هم پرمختګ شوی وي.‌ پر دې اساس پکار ده چې دا هڅې نورو هېوادونو هم وغځول شي او سفارتونه د افغانستان د حکومت استازي شي.

Previous Post

ان پي آر: د پاکستان هیلې په افغانستان کې پوره نه شوې

Next Post

د سره صلیب نړیواله کمېټه: افغانستان کې اقتصادي ناورین د ژورېدو په حال کې دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ملګري ملتونه: افغانستان لا هم زموږ لپاره لومړیتوب دی

د سره صلیب نړیواله کمېټه: افغانستان کې اقتصادي ناورین د ژورېدو په حال کې دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د روغتيا نړيواله اداره: د سږ کال تر پايه د کرونا واکسين د تولید امکان شته

د روغتيا نړيواله اداره: د سږ کال تر پايه د کرونا واکسين د تولید امکان شته

جون 19, 2020
شي جین پینګ د عربي متحده اماراتو له ولسمشر سره د تړون لاسليکولو په مراسمو کې ګډون وکړ

شي جین پینګ د عربي متحده اماراتو له ولسمشر سره د تړون لاسليکولو په مراسمو کې ګډون وکړ

مې 31, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved