په امریکا کې د افغان سفارت مرستیال رسنیو ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مامورین ورغلي او سفارت یې ورته سپارلی دی. ددې سفارت ساتنه به له دې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کوي. سرچینه کاږي چې په امریکا کې د سفارت او دوو قونسلګریو دروازې تړل شوې دي او هېڅ ډول خدمات نه ترسره کوي. د سفارت مامورین وایي د دې احتمال شته چې په کاناډا کې افغان سفارت افغانانو ته خدمات وړاندې کړي، خو دا پرېکړه تر دې دمه نهایي شوې نه ده. تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی وو، چې افغان سفارت ښایي د مالي فشارونو او دغه راز له نوي حکومت سره د اړیکو نه لرلو له امله وتړل شي.
































