د افغانستان ا.ا رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د پسرلي په را رسېدو سره په ارګ کې نیالګی کېنولی دی او زیاته کړې یې ده چې ا.ا به د افغانستان د پرمختګ او د افغانانو د هوساینې لپاره چاپیریال ته جدي پاملرنه وکړي. نوموړي له ټولو افغانانو وغوښتل، چې د زړه راکښونکي چاپېریال او هوسا افغانستان لپاره په کورونو، ښارونو او نورو مناسبو سیمو کې نيالګي کېنوي. نوموړي څرګنده کړې ده چې تېرې شل کلنې جګړې د زیربناوو پر ویجاړولو سربېره چاپېریال هم سخت زیانمن کړی دی او اوس باید ټول په ګډه د چاپیریال د سلامتیا او د هېواد د زرغونتیا لپاره لاس په کار شي او لږ تر لږه یو یو نیالګی کېنوي.












