ا.ا وایي نوي کال کې به ټول افغانستان کې نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته ولاړې شې. د پوهنې د وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي چې په نوي کال کې به ټول ښوونځي د هلکانو او نجونو پر مخ پرانیستل شي. رویان د هلکانو د ښوونځیو لپاره نه خو د نجونو لپاره د نویو شرایطو خبره هم کړې. هغه ویلي چې د نجونو او هلکانو ټولګي به بیل وي او نجونو ته به یوازې ښځینه ښوونکې درس ورکوي. د پوهنې د وزارت ویاند همدرانګه ویلي چې د هیواد په ځینو برخو کې چې ښوونکې نه وي، د پاخه عمر نارینه به اجازه ولري چې نجونو ته درس ورکړي. نجونو او میرمنو ته ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه ورکول له ا.ا څخه د نړیوالې ټولنې یوه مهمه غوښتنه ده.
































