د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي ډاکتر رامز الاکبروف په خپل راپورکې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ادارې د الاکبروف له قوله راپور کې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب او خوراځواکۍ د کچې زیاتوالې په اړه اندېښنه ښودل شوې ده او زیاته کړې ده چې د افغانستان خلک دا مهال د خواړو د نه خوندیتوب او خوارځواکۍ له یوه بېساري بحران سره مخامخ دي. نوموړي زیاته کړې چې د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې له سختې لوږې سره مخامخ خلکو شمېر ۱۴ میلیون و، خو د ۲۰۲۱ تر مارچ میاشت پورې دغه شمېر ۲۳ میلیون کسانو ته زیات شوی دی. نوموړي همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د کلک مالي او بانکي بحران له امله ۸۰ سلنه خلک د پورونو اخیستلو ته مجبور شوي دي.
































