اوکراین کې لا هم شدیدې جګړې روانې دي او بېلو اړخونو تازه څرګندونې لرلې دي. امریکا وایي ددې امکان شته چې روسیه د ډېر فشار له امله د کیمیاوي او اټومي وسلو کارونې ته مخه کړي. المان بیا تازه ویلي چې پر روسیه یې بندیزونه موثر و او دوی پر دې لارو چارو فکر کوي چې د روسیې پر انرژۍ د اروپا اتکا په بشپړه توګه ختمه کړي. بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوینو ګوتریش بیا د اوکراین جګړه خونړۍ او اوږده بللې او په خبره یې دغه جګړه به ګټونکی ونه لري. د ګوتریش په خبره له همدې امله روسیې ته په کار ده چې خپل ځواکونه په شا کړي او ددې نه ګټل کېدونکې جګړې لمبې ګل کړي.
































